کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صديقي: نړيوالې ټولنې زموږ د لس کلنې ستراتيژۍ ملاتړ کړى

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 حمل 1392 ساعت 13:11


د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي چې نړیوالې ټولنې د دوی له لس کلنې ستراتیژۍ څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادۍ راډيو ته وویل چې په نوې ستراتیژۍ کې د ملي پولیسو د پیاوړي کولو او مسلکي کېدو او د دې وزارت د سیستمونو د ښېګڼې لپاره ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

ښاغلي صدیقي په وینا د کورنیوچارو د وزارت لس کلنه ستراتیژي تېره ورځ د کورنیوچارو د وزیر له خوا د افغانستان له ملي پولیسو سره د څه باندې دېرشو هېوادونو او ګڼو مرستندویو ټولنو استازو ته په کابل کې وړاندې شو.


د مطلب کود: 62373

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/62373/صديقي-نړيوالې-ټولنې-زموږ-د-لس-کلنې-ستراتيژۍ-ملاتړ-کړى

آوا
  https://www.avapress.com