دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود : 62691
په زابل کې ۵ غله لاس په لاس ونیول شول
تاند- د زابل ولایت د چارواکو په وینا ملي پولیسو د کابل – کندهار د لویې لارې په سر د زابل د مرکز کلات اوشهرصفا ولسوالۍ ترمنځ د اسحق زي په مانده سیمه کې پنځه غله لاس په لستوڼي ونیول.

د زابل ولایت د صفا ښار ولسوال څارمن سردارمحمد هوتک د ولایت مطبوعاتی دفترته د ټېلفون له لارې وویل چې پرون سهار۳:۳۰درې نیمې بجې پنځه غله، چې غوښتل یې یو درې سوه درې موټراوپه لویه لیاره نورتیریدونکي موټرلوټ کړي، ځای پرځای ونیول. د هغه په خبره د یادو کسانو له نیولووروسته هغه ننغدې پیسې اونورقیمتي وسایل چې غلو د یوه بس موټر له مسافرو څخه په زور اخیستي ؤ، بیرته نوموړومسافرو ته ورکول شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb80b0.rhb59p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته