دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۷
د مطلب کود : 63197
طالبانو په هلمند کې د غزني ۱۳ کارګر وژلي
تاند- د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو د غزني دیارلس کارګر، چې د روزګار لپاره هلمند ولایت ته تللي ول، وژلي دي.
د راپورونه وايي؛ دا کارګر، چې د غزني د قره باغ، اندړ، ده یک او ابند ولسوالیو اوسېدونکي ول، په داسي حال کې د وسله والو طالبانو له لوري ووژل شول چې هغوی د پولیسو د یوې پوستې لپاره بوجۍ له خاورو ډکولې.
پېښه د شنبې په ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې شوې خو د وژل شویو کسانو مړي اوس خپلوانو ته سپارل شوي دي.
روانه اپریل تر دې دمه د سږکال تر ټولو خونړۍ میاشت ده. د همدې میاشت په پیل کې د فراه او کونړ خونړۍ پېښې وشوې چې په ترڅ کې یې په لسګونو ملکیان د طالبانو او ناټو ځواکونو له خوا ووژل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5f09.yt0sn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته