دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۳
د مطلب کود : 63547
د کندهار په پنجوايي کې اته تنه پاکستاني وسلوال نیول شوي
کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ۸ تنه پاکستاني وسلوال نیول شوي دي.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد ازادي راډیو ته وویل، دا نیول شوي کسان د پنجوايي پر پاڅون کونکو د حملو لپاره کندهار ته راغلي وو.
ده څرګنده کړه، چې په نیول شویو وسله والو مخالفانو کې د ډنډ او ژیړۍ ولسوالیو لپاره د طالبانو نومول شوي نظامي مسوولان هم شامل دي.
اخوا په پنجوايي ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو د کوکنارو د اړولو پر کمپاین حمله کړې او یو پولیس یې ټپیان کړی او د هغوی وسایلو ته یې هم اور ورته کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmpqe.2bq108j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته