دخپریدو نیټه :شنبه ۷ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 63629
اروپايي ټولنه له افغانستان سره هرکال۲۰۰مليونه یورو مرسته کوي
د اروپايي ټولنې دفاعي کمېټې یو ځل بیا پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ او په خبره یې چې له افغانستان سره به وروسته له ۲۰۱۴ کاله هم خپلې همکارۍ ونه سپموي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویګاداس اوشاتسکس په بروکسل کې وویل، چې اوس مهال د افغانستان په حالاتو کې مثبت بدلونونه څرګندیږي.

نوموړی وايي، چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره له ۲۰۱۴ کال وروسته د همکاریو په دوام کې هر کال دوه سوه میلیونه یورو مرسته کوي.
تمه ده، چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره وروسته له ۲۰۱۴کاله د حکومتداری، امنیت، بشري حقونو، روغتیا، کرني او مالداری په برخو کې تر اوو کالو پورې مرسته وکړي.
دا خبره د اروپايي ټولنې مرستیال ال فریډ ګراننس د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وکړه.
ښاغلي ګراننس له افغانستان سره د اروپايي ټولنې اوږد مهالو مرستو ته په اشاره وویل، دې ټولنې له یادو برخو سره د مرستې لپاره د کال دوه سووه میلیونه یورو ځانګړي کړي دي:
“موږ د هغو پروګرامونو په اړه څېړنې کوو، چې له مخې یې له افغانستان سره په راتلوونکو اوو کلونو کې همکاري وکړي.
یعنې د ۲۰۱۴نه ۲۰۲۰پورې چې لا تر اوسه پورې موږ ورته پیسې ځانګړي کړي نه دي خو لږ تر لږه د کاله دوه سوه میلیونه یورو مرسته به وکړو.
زموږ د مرستو او پروګرامونو ډیر تمرکز به د روغتیا، کرني او مالداري او حکومتدارۍ پر برخو وي.”
ښاغلی ګراننس وايي، چې افغان حکومت باید د ښې حکومتداری، قانون او بشري حقونو په برخه کې لازم اقدامات وکړي، تر څو اروپايي ټولنه په دې هیواد کي خپلي ژمني عملي کړي.

د اروپايي ټولني د پلاوي رئیس ویګاداس اوشاتسکس په بروکس کې د خپرو پر وخت وویل، چې امنیتي ستونزې، اداري فساد، بشري حقونو ته نه درناوی هغه اساسي ستونزې دي چې افغانستان لا هم ورسره لاس او ګریوان دی.
خو نوموړي ځینو پرمختګونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چي د افغانستان په حالاتو کې پرمختګونه له څرګندیږي.
ده وویل اوس مهال د افغانستان ۶۵ فیصده خلک روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري، چي په ۲۰۰۲م کال کي یوازي ۹ فیصده خلکو روغتیايي اسانتیاوي درلودې.
په افغانستان کي د اروپايي ټولني مرستیال همدارنګه وویل، چي دغه ټولنه د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلوونکو رڼو او ازادو انتخاباتو سره په هراړخیزه توګه همکاري کوي:
“اروپايي ټولنه به ددغو انتخاباتو او دې بهیر د بشپړېدو څخه ملاتړ وکړي، دغه ټولنه به له افغان حکومت سره د رڼو او ازادو انتخاباتو په خاطر مرسته وکړي او دا هغه څه دي، چي له پخوا څخه کار پر کوو.”
اروپايي ټولنه داسې وخت له افغانستان سره وروسته له ۲۰۱۴ کله پر خپلو همکاریو ټینګار کوي، چي تر دې مخکي امریکا او په عمومي توګه نړیوالي ټولني له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کي د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د اروپايي ټولني مسئولین وايي، چي ددې ټولني دغړو هیوادونو یو شمېر ځواکونه وروسته له ۲۰۱۴ کاله په افغانستان کي پاته سي او له افغان ځواکونو سره به د روزني په برخه کي همکاري وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdn909.yt0sx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته