دخپریدو نیټه :شنبه ۷ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۱۰
د مطلب کود : 63705
د کندهار په میوند ولسوالۍ تښتول شوي ماین پاکان خوشې شول
چارواکي وايي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې نهه تښتول شوي ماين پاکان بيرته خوشي شول.

دMCCA په نوم د ماین پاکۍ د یوې غیر دولتي موسسې دغه نهه تنه کارکوونکي د تیرې شې شنبې په ورځ د نامعلومو وسله والو له خوا د کندهار د میوند ولسوالۍ په کاریز سیمه کې تښتول شوي وو.
دکندهار د والي ویاند جاوید فیصل نن ازادۍ رادیو ته وویل چې؛ تښتول شوي ماین پاکان نن سهار د سیمي د خلکو په همکاري بیرته خوشې شول.

فیصل وايي، وسله والو دغه ماین پاکانو ته خپل موټر او نور وسایل هم سپارلي.

د دغه تښتونې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwyaq.t1apu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته