دخپریدو نیټه :شنبه ۷ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۲۲
د مطلب کود : 63706
د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې سیلابونه زیانونه اړولي دي
د بغلان چارواکي وايي، چې په تاله او برفک ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو وروسته د راغلو سیلابونو له وجې د خلکو شاوخوا دېرش کورونه زیانمن شوي دي.
د تاله و برفک ولسوال فیض محمد امیري ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ سیلابونو چاته د سر زیان نه دی رسولی.

څو ورځې مخکې د بلخ ولایت په بیلابیلو سیمو کې سیلابونو څوارلس کسان ووژل او خلکو ته یې مالي زیانونه هم ورسول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس( آوا)
https://avapress.com/vdcjmaem.uqetyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته