دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 63907
هېڅ ډول نظامي تاسیسات مو پاکستاني لوري ته نه دي سپارلي
په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو هغه ادعاوې بې اساسه وبللې او په کلکه یې ردې کړې، چې ګواکې یادو ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې ځینې نظامي تاسیسات پاکستان ته سپارلي دي.
د امریکايي ځواکونو یوه ویاند د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې هغوي هېڅ ډول نظامي تاسیسات پاکستاني لوري ته نه دي سپارلي.

خود افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ایتلافي ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان حکومت له موافقې پرته خپل نظامي تاسیسات پاکستاني لوري ته سپارلي دي.
د ننګرهار د ګوشتې په ولسوالۍ کې د پاکستان د حکومت مخ ته راتګ او په سرحدي سیمه کې د دروازو جوړول، د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي.
په افغانستان کې د میشتو نړېوالو ځواکونو یوه ویاند هغه ادعاوې بې اساسه وبللې او په کلکې یې رد کړې، چې ګواکې یادو ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې ځینې پوځي تاسیسات پاکستان ته سپارلي دي.
راپورونه وايي، ایتلافي ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې خپل پوځي تاسیسات چې د طالبانو له سقوط وروسته یې ورنه استفاده کوله د پاکستان پوځ ته سپارلي دي.

خو په افغانستان کې میشت د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ډګروال کالن توماس د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې هیڅکله یې هم خپل نظامي تاسیسات پاکستاني لوري ته نه دي پرېښي:

"دا سمه نه ده، ایساف هیڅکله هم خپله کومه اډه پاکستان ته نه ده سپارلې. دا اډې خو یا د افغانستان حکومت ته سپارل شوي دي او یا هم نه دي سپارل شوي او په خپل حالت مو پریښي."

د راپورونو له مخې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې افغان لوري ته پرمختګ کړي او په یاده ولسوالۍ کې یې یوه دروازه هم جوړه کړې ده.
ویل کیږي، چې دغې مسلې دکابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې سختې زیانمنې کړې دي.

تېره اونۍ د افغانستان د دفاع وزارت خبرداری ورکړ چې په پوله د دروازې د لمنځه وړلو لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

خود افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ایتلافي ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان حکومت له موافقې پرته خپل تاسیسات پاکستاني لوري ته سپارلي دي.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زی وویل:

"د ډیورنډ کرښې په اوږدو د ګوشتې په سیمه کې هغه پوستې چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې یا دې طالبانو له سقوط نه وروسته د ایتلاف اومریکا يي ځواکونو له خوا ورنه استفاده کېدله ،له یو څه مودې وروسته د افغان دولت له مشورې اوموافقې پرته ،ایتلافي ځواکونو یادې پوستې د پاکستان پوځ ته سپارلې دي."
په سرحدي سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې تېره وانۍ د بروکسل په درې اړخیزه غونډه کې هم مطرح شوه.
افغان حکومت تل پاکستان په دې تورنه وي چې له تروریزم سره په مبارزه اود افغان حکومت دسولې په اړه ریښتنې همکاري نه کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګارکوي،چې له دې وروسته به یواځې خبرې کافي نه وي او د دې وخت رارسېدلې چې پاکستان خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmoqe.2bq1x8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته