د مسکراتو او نشه یې موادو سره د مبارزې په برخه کې د استیناف محکمې د نشه يي موادو اولس تنه قاچاقچیان په اوږده بند محکوم کړي دي.
د دې ادارې د یوې خبرپاڼې له مخې تورن کسان له لسو څخه تر شلو کلونو پورې بند باندې محکوم شوې دي.
چارواکي وايي چې، له تورونو کسانو څخه څلور سوه اویا کیلو ګرامه هیرویین، تر دوو ټنو زیات تریاک، او یو زیاته اندازه چرس ترلاسه شوې دي.
محکوم شوي کسان د میدان وردګ، ننګرهار، هلمند، فراه، نیمروز، کندهار، تخار او بغلان اوسیدونکې ښودل شوې چې د همدې ولایتونو د پولیسو له خوا نیول شوې وو.
د مسکراتو او نشه یي موادو پر ضد د مبارزې د استناف محکمې د دې کال د حمل په میاشت کې هم شپږ څلوېښت کسان محکوم او مجازات کړې وو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)