کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت په پکتیکا کې د وسلو او جنګي مهماتو یوه ډیپو کشف کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 ثور 1392 ساعت 12:41


د ملي دفاع وزارت په پکتیکا کې د ملي اردو په عملیاتو کې د وسلو او جنګي مهماتو د یوې ډیپو له کشف څخه خبر ورکوي.
په پکتیکا کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندرقول اردو یوه قومندان بریدجنرال زمري ازادي راډيو ته دغه پوځي عملیات تایید کړل خو ویې نه ویل چې څومره مهمات نیول شوي دي.
ښاغلي زمري وویل، چې په برمل، ګیان او زېړوک ولسوالیو کې له څو ورځو راهیسې عمیات پیل شوي چې هدف یې له یادو سیمو څخه د وسله والو مخالفینو ویستل دي.

وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


د مطلب کود: 64169

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/64169/ملي-دفاع-وزارت-په-پکتیکا-کې-د-وسلو-او-جنګي-مهماتو-یوه-ډیپو-کشف-کړی

آوا
  https://www.avapress.com