کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالب ترهګرو یوځل بیاپه فراه ولایت کې څلور تنه ملکی وګړې د ماین قربانیان کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 ثور 1392 ساعت 12:28


نن سهار شاخواه ۶:۰۰ بجې یوعراده ټویټا ډوله موټر د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالې د غورچې په سیمه کې د طالبانو له لوري په سړک کې پر اېښودل شوي ماین وربرابر شو. چې په ترڅ کې یی څلور تنه سپرلۍ شهیدان او ۵ تنه نور ټپیان شول .
دافغانستان د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د طالب ترهګرو دغه غیر انساني او غیر اسلامي کړنې چې په پرله پسې ډول په لویو لارو او د خلکو د تګ راتګ په سیمو ماینونه ځاې پر ځاې کوي، په کلکه توګه غندي او څرګندوي چې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان به د خپلو دا ډول ناروا کړنو په ترسره کولو سره د افغانستان د خلکو له کرکې او د لوی خدای (ج) له عذابه پرته بل څه ترلاسه نه کړي.
د کورنیو چارو وزارت دیادې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.


د مطلب کود: 64391

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/64391/طالب-ترهګرو-یوځل-بیاپه-فراه-ولایت-کې-څلور-تنه-ملکی-وګړې-د-ماین-قربانیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com