دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 64880
مالیې وزارت د امریکا د سرمفتش څرګندونې رد کړې
افغان حکومت په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې د سرمفتش هغه څرګندونې رد کړې، چې وایې په افغانستان کې به نړېوالې مرستې ضایع شي.
د افغانستان د مالیې وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې افغان حکومت کولای شي په ښه ډول نړیوالې مرستې جذبې او په شفاف ډول یې ولګوي.
د اقتصادي چارو څیړونکي هم په افغان دولت کې د ډیرفساد موجودیت ته په اشاره وایی چې ښایی له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په دې هیواد کې ډیرې نړیوالې مرستې ضایع شي.
افغان چارواکي وایې، چې په افغان حکومت کې ظرفیتونه لوړ شوي او له دې وروسته به پرې نږدي چې نړېوالې مرستې په یو اوبل نوم بیرته له دې هیواد څخه و ایستل شي.
د مالیې وزارت چارواکو په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې د سرمفتش د هغو څرګندونو په اړه غبرګون وښود چې وایی په افغانستان کې فساد زیات دی او ډیرې نړیوالې مرستې به ضایع شي.
د دې وزارت ویاند وحیدالله توحیدي د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې دا څرګندونې د دې لپاره دي چې د بهرنیو انجوګانو او موسسو له لارې له افغانستان سره کیدونکې نړیوالې مرستې بیرته بهرنیو هیوادونو ته ولیږدول شي:

"دا پر افغان حکومت تبلیغات دي چې سوداګریزه بڼه لري،ځکه که چیرې دا بودجه غیراختیاري شي بهرني پانګه وال دلته راځي پروژې عملي کوي او پیسې بیرته بهرته وړي.

که چیرې دا پیسې د افغان حکومت لخوا ولګول شي نو د بهرنۍ موسسې او قراردادونو چانس دلته کمیږي او په همدې هدف دوی دا تبلیغات کوي".

له افغانستان سره مرسته کوونکو هیوادونو تیرکال پریکړه وکړه چې له دې وروسته به د خپلو مرستو نیمایی برخه افغان حکومت ته ورکړي چې له خپلو اړتیاوو سره سمې یې ولګوي.

خوپه افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې سرمفتش جان سوپکو د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې ویلي چې له دې هیواد سره به د نړیوالو ډیرې کیدونکې مرستې په فساد ضایع شي.

هغه غوښتنه کړې چې باید افغان حکومت د فساد مخه ونیسي او د نړیوالو مرستو د لګولو په برخه کې شفافیت رامنځ ته کړي.

د اقتصادي مسایلو څیړونکي هم په افغان حکومت کې فساد زیات بولي او وایی چې ښایی له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته ونه توانیږي نړیوالې مرستې سمې او شفافې ولګوي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد سیف الدین سیحون په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:

"په دولتي دستګاه کې د ډیرفساد له امله خلک نا هیلې شوي او حکومت دا توان نه لري چې دا مرستې ښه مدیریت او ولګوي.

افغان حکومت نشي کولای چې د افغانانو له غوښتنې سره سمې پروژې عملي او ترسره کړي.

له بده مرغه چې په دې حکومت کې دا توان نشته".

نړېوالې ټولنې د تیرمیلادي کال په جولای میاشت کې د توکیو په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به څه باندې شپاړس ملیارده ډالره مرسته وکړي او د دې مرستو نیمایی برخه به د افغان حکومت له لارې ولګول شي.
سره له دې چې تردې پخوا هم د نړیوالو لخوا په افغان حکومت کې د ډیرفساد او د شفافیت د نشتوالي په سبب ورته انتقادونه شوي خو افغان چارواکي وایی چې ډیرفساد په بهرنیو قراردادونو کې دی.

دوی وایی چې انجوګانی او بهرنۍ موسسې په افغانستان اساسي پروژې نه عملي کوي او ډیرې پیسې په تشریفاتي مسایلو لګوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzj09.yt0oj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته