دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۵۱
د مطلب کود : 64917
"امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو غوښتنه نه لري
سپینه ماڼۍ وايي چې، د امریکا متحد ایالات په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو غوښتنه نه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني پرون وویل چې د امریکا متحد ایالات به یوازې د افغانانو د غوښتنې په صورت کې تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته په افغانستان کې پوځي حضور ولري.
جې کارني دا هم وویل چې، د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو په تړون کې چې اوسمهال تر بحث لاندې دی پر هغو ټولو امکاناتو غور کیږي چې؛ امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې کار ورڅخه اخلي.
تر دې مخکې جمهور رییس حامد کرزي ویلي وو چې؛ د امریکا متحد ایالات غواړي چې، تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې ۹ پوځي مرکزونه ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefo8p.jh8ezi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته