دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 65782
د بدخشان – تخار ترمنځ لویه لار د یوه ګوښه شوي امنیه قومندان له خوا تړل شوې ده
د تخار سیمه ییز چارواکي وایي چې، د بدخشان – تخار تر منځ لویه لار د دې ولایت د ګوښه شوي امنیې قومندان د پلویانو له خوا تړل شوې ده.
جنرال خیر محمد تیمور تیره ورځ له دندې ګوښه شو او پر ځای یې عبدالحنان حاجي ګل قطغني ټاکل شوی دی.
د تخار د ا منیې نوي قومندان جنرال قطغني آزادي راډيو ته وویل چې؛ دا لاره له پرون راهیسې د ګلفګان په ولسوالۍ کې تړل شوې او له امله یې سلګونه موټران درول شوي دي.
دا لار بدخشان له نورو شمالي ولایتونو او کابل سره نښلوي.
تراوسه د تخار د امنیې پخواني قومندان په دې اړه څه نه دي ویلي.
سیمه ییز خلک او مریض لرونکي وایي، د دې لارې د تړل کېدو له وجې له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوي او هڅې کوي چې، دا لاره بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیزي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0edv.w6dtcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته