کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزى نن په درې ورځني سفر هند ته ځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 ثور 1392 ساعت 9:06


ولسمشر حامد کرزى نن هند ته ځي، تمه ده چې په دې سفر کې به د افغانستان وسلوالو قواوو ته د هند نوره مرسته راجلب کړي.
دغه درې ورځنى سفر په داسې حال کې کېږي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زيات شوى دى. پاکستان له لسيزو راهيسې له هند سره غيردوستانه اړيکې لري.
پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د وسلوالو بريدونو ملامتي پر يوه او بل اچوي، د همدې مياشتې په لومړيو کې په ګوشتې ولسوالۍ کې يو افغان سرحدي پوليس له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.
دواړه لوري دغه راز يو پر بل تور پورې کوي، چې ګواکې سخت دريځو وسلوالو ته يې پناه ورکړې ده.
د ولسمشر وياند ايمل فيضي وويل د ولسمشر کرزي په مشرۍ افغان هيئت په پام کې لري له هند څخه افغانستان ته پوځي او نورې مرستې راجلب کړي.
افغانستان او هند په ٢٠١١م کال کې د ستراتيژيکو همکاريو يو سند لاسليک کړ، چې په هغه کې د هند له خوا د افغان ځواکونو د روزنې مسئله هم شامله ده.
سرچینه: آزادی رادیو


د مطلب کود: 65816

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/65816/ولسمشر-کرزى-نن-په-درې-ورځني-سفر-هند-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com