دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 65878
ولسمشر حامد کرزی هندوستان ته ولاړ
جمهور رییس حامد کرزی نن د یوه دوه ورځني سفر لپاره له کابله نوي ډهلي ته ولاړ.
د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي چې، جمهور رییس به په دې سفر کې له هندي چارواکو سره په بیلابیلو سیمه ییزو مسایلو او له افغانستان سره د هند په همکاریو خبرې وکړي.
د افغانستان له پوځي او ملکي ادارو سره د هند مرسته او له پاکستان سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې ورستۍ ستونزې له هغو مسایلو څخه دي چې جمهور رییس حامد کرزی به په نوي دهلي کې له هندي چارواکو سره پرې خبرې وکړي.
ویل کیږي چې، په دې سفر کې به جمهور رییس کرزی د هند له جمهور رییس او صدارعظم په ګډون له یو شمیر چارواکو سره وګوري.
د دوشنبې په ورځ چې جمهور رییس د نوي ډهلي پر لور وخوځیده د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي د دې سفر په اړه ازادي راډیو ته وویل: په دې دوه ورځني سفر کې به د افغانسان جمهور رییس د هند له صدراعظم او جمهور رییس په ګډون له هندي چارواکو سره لیدنې ولري.
په بیلابیلو مسایلو به خبرې وشي، په د اړیکو په پراخولو، په بیابیلو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمن د همکاریو په لا زیاتولو او د افغانستان له ملکي او پوځي ادارو سره د هند د مرستو د دوام په اړه به خبرې متمرکزې وي."
نوي ډهلي ته په دې سفر کې له ښاغلي کرزي سره د بهرنیو چارو د وزیر ډاکتر زلمی رسول او د ملي امنیت د سلاکار رنګين دادفر سپنتا په ګډون یو شمېر افغان چارواکي ملګري دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwwb0.rhbszp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته