دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 65931
پینتاګون د افغانستان د جګړې لپاره د ۸۰ ملیارد ډالره بودجې غوښتنه وکړه
تاند- د پینتاګون یوه ویندوی د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل، دې وزارت له کانګریس څخه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د افغانستان د جګړې د لګښت لپاره اتیا ملیارد ډالره غوښتي دي.
د پینتاګون د مطبوعاتي دفتر ريیس جورج لیټل خبریالانو ته وویل:د ۲۰۱۴ مالي کال لپاره د ۷۹ ملیارده او څلور سوه ملیون ډالرو غوښتنه پرون وشوه. دا پیسې په افغانستان کې د پینتاګون د سږکال تر بودجې لږ کمې دي. د سږ کال لپاره په افغانستان کې د پینتاګون بودجه ۸۷ ملیارده او دوه سوه ملیون ډالره ده. د ۲۰۱۴ مالي کال لپاره د پینتاګون دا نژدې اتیا ملیارد ډالره وړاندیز شوې پیسې پر هغو ۵۲۶ ملیارده او شپږ سوه ملیون ډالره سربېره دي چې پینتاګون د افغانستان د عملیاتو لپاره مخکې لا کانګریس ته د هغو وړاندیز لېږلی دی.
د افغانستان د جګړې بودجه، چې له هیواده دباندې عملیاتي لګښت نومېږي، نه یوازې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ورځنیو عملیاتو لپاره دي بلکې له افغانستانه د پوځیانو او پوځي وسایلو د ایستلو لپاره هم دي چې له پلان سره سم د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري کښل کېږي.
تر دې مخکې امریکايی چارواکو اټکل کړی و چې په نوې بودجه کې به د افغانستان د جګړې لګښتونه خورا زیات لږ شي.
حاضردمه په افغانستان کې ۶۳ امریکايي پوځیان دېره دي خو ټاکل شوې ده چې د۲۰۱۴ کال تر فبرورۍ پوري ۳۴ زره نور ووځي.

تېر کال هم همدومره امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb89b0.rhbsfp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته