دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 65985
په هرات ولایت کې د ماین چاودنې ۷ تنه پولیس ووژل
د هرات چارواکي وایي، چې اوه پولیس د سړک د غاړي د ماین په چاودنه کي ووژل شول.

د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د هرات په چشت ولسوالۍ کې وشوه.

خوا د فراه سیمه ییز چارواکي هم د یوې امنیتي پوستې د څلورو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندی دا پيښه تایدوي او وایي، چې دا کسان په بالابلوک ولسوالۍ کې د دې پوستې د یوه پولیس د ملګري له خوا وژل شوي دي.
خو د پيښې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
ښاغلی ژوندی وایي چې، د دې پیښې اصلي عامل له سیمې تښتیدلی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamoni.49nma1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته