دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 66043
قرغزستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته د مناس هوايي ډګر تړون نه تمدیدوي
د قرغزستان حکومت پرېکړه کړې ده؛ چې د مناس هوایي اډې تړون د دوه زره څوارلسم کال د جولای له یولسمې وروسته تمدید نه کړي.
دغه اعلان د سې شنبې په ورځ د قرغزستان د کابینې په ویب پانه کې خپور شو. په دې اعلان کې ویل شوې دي، چې مسوده به د تایید لپاره ډیر ژر پارلمان ته واستول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل؛ چې د راتلونکي احتمالي ګامونو په اړه اوس څه نه شي ویلي؛ خو د مناس له هوایي ډګره نړیوال ځواکونه د یوه تړون له مخې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ملاتړ کوي.
د مناس په هوایي ډګر کې نژدې زر امریکایي پوځیان دېره دي او یو شمېر امریکایي الوتکې هم هلته شته.
د قرغزستان ولسمشر الماس بیک اتمبایف څو ځلې مخکې ویلي وو؛ چې وروسته تر دې چې د ناټو ځواکونه په دوه زره څوارلسم کال کې له افغانستانه وځي؛ د مناس په هوایي ډګر کې به یو بهرنی عسکر هم پرې نه ږدي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwz93.ak93t4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته