دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۴۳
د مطلب کود : 66089
په هرو ۱۰۰ افغان ښځو کې ۸۰ موبایل ټېلفون لري
له یوې سروې سره سم، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال یوې امریکايي ادارې کړې ده، په سلو کې ۸۰ افغان ښځې د موبایل ټېلفون اسانتیا لري.
په افغانستان کې د موبایل ټېلفون د فعالیت لومړی جواز په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ورکړای شو.
د یو ایس ایډ یا د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له سروې سره سم په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د افغان مېرمنو په منځ کې د موبایل ټېلفون د کارولو دود په چټکۍ عام شوی دی او اوس په هرو سلو ښځو کې اتیا موبایل ټېلفون یا په خپله لري یا په کور کې موبایل لري چې پرې خبرې وکړي.
په سروې کې ویل شوي چې موبایل ټېلفون د افغان ښځو د ژوند له ښه کېدو سره مرسته کړې ده.
نن په کابل کې په یوه کنفرانس کې، چې د افغانستان د ښځو د چارو او د مخابراتو د وزارتونو له لوري ترتیب شوی و، له نوې تکنالوژۍ د افغان ښځو پر استفادې خوښي ښکاره شوه.

په کنفرانس کې په دې بحث وشو چې ښځې څرنګه له لېري یا د موبایل او انترنټ له لارې زده کړې کولی شي یا خپل روغتیايي مالومات زیاتولی شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyz93.ak9374g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته