دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 66397
د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د جوړیدو پروژه ډیر ژر پرانیستل کیږي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف د خپل هېواد د جمهوررئیس قربان قلي بردي محمدوف سلامونه او نیکې هیلې حامدکرزي ته و رسولې.
همدا راز نوموړي حامدکرزي ته هغه هېواد ته د سفر او د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره چې ډیر ژر به پرانیستل شي، د ترکمنستان د جمهوررئیس بلنلیک وسپارلو.
حامد کرزي د ترکمنستان د جمهوررئیس د بلنلیک د منلو په ترڅ کې وویل، د اوسپنې پټلۍ د هغې پروژې پرانیستل چې ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان سره نښلوي نه یوازې د دغو درې واړو هېوادونو په خیر ښیګڼه دی، بلکې د سیمې په ګټه هم دي.
د هېواد جمهوررئیس په تیرو لسو کلونوکې د دوست هېواد ترکمنستان له مرستو او همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه.
همدا راز په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي د ګازو د پایپ لاین او د یو شمېر نورو سیمه ایزو پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ویلو ده چې د اوسپنې پټلۍ د جوړیدو تفاهم لیک چې ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان سره نښلوي، د درې واړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو لخوا د سږکال د نوروز له مراسمو یوه ورځ مخکې د ترکمنستان هېواد د عشق آباد په ښارکې لاس لیک شو.
د اوسپنې دغه پټلۍ د ترکمنستان د آتا مراد له سیمې څخه پیل او د افغانستان د اقینې او اندخوی تر سیمو پورې غزیږي او د کندز ولایت د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان سره وصلیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciypaq.t1aq326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته