کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو د ټولنیزو علومو پوهنځي د رییس پرملاتړ مظاهره وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جوزا 1392 ساعت 16:19


د کابل پوهنتون یو شمیر محصلینو او استادانو نن مظاهره کړې او د هغې پریکړي پرخلاف شعارونه ورکوي؛ چې د ټولنیزو علومو پوهنځي د رییس په اړه شوې ده.
د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي رییس فاروق عبدالله او د دې پوهنځي استاد فیصل امین تیره ورځ د لسګونو محصلانو د غوښتنې پراساس چې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب یې کړی وو له خپلو دندو لرې کړی شول.
خو د کابل پوهنتون سلګونو محصلانو او استادانو په ننۍ مظاهره کې له حکومت نه وغوښتل چې د دې پوهنځي د رییس او د یوه استاد د ګوښه کیدو پریکړه بیرته واخلي.


د مطلب کود: 66580

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/66580/د-کابل-پوهنتون-استادانو-او-محصلینو-ټولنیزو-علومو-پوهنځي-رییس-پرملاتړ-مظاهره-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com