دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 66672
راسموسن او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په اړه به خبرې وکړي
ټاکل شوې ده؛ د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په اړه خبري وکړي.
دوی به راتلونکې جمعه له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په دې هېواد کې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د پاته کیدونکو بهرنیو ځواکونو په اړه بحث وکړي.
ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د دوه زره او څوارلسم کال تر پایه بشپړوي.
خو یو شمېر هېوادونو اعلان کړی؛ چې له یادې مودې وروسته به هم په افغانستان کې خپل یو شمېر پوځیان و ساتي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewp8p.jh8pfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته