دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 66786
غزني کې وسله والو د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون پر پوستو بريدونه وکړل
راپورونه وایي، د غزنې ولایت په اندړ ولسوالۍ کې تېره شپه د زرو تنو په شاوخوا کې وسله والو د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون پر پوستو بريدونه وکړل.
چارواکي وايي؛ دا بریدونه تېره شپه شاوخوا یوه بجه، د شيلګر په څلورو سیمو کې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون پر پوستو پیل شول ، وروسته د دواړو اړخونو تر منځ جګړه پيل شوه چې د نن سهار تر اوو بجو يې دوام وکړ.
په اندړو کې د سيمه ييزو پوليسو قومندان انجينېر لطف الله کامران وايي، تر اوسه په دغې نښته کې، پنځه ويشت تنه وسله وال وژل شوي او د شلو په شاو خوا کې نور ټپیان دي.

کامران وايي، له وسله والو څخه يې په نښته کې يو موټر وسلې، چاودېدونکي مواد، ماينونه او نور مهمات هم نيولي دي.

پولیس وایي ، په جګړه کې، یو سيمه ييز پوليس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcai0ni.49nia1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته