دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 66831
الن: سپینه ماڼۍ دې تر ۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کې د اړتیا وړ عسکرو شمېر اعلان کړي
امریکايي ځواکونو پخوانی لوی قوماندان "جان الن" پر سپينه ماڼۍ غږ کوي؛ چې تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته په افغانستان کې د اړتیا وړ عسکرو شمېر اعلان کړي.
متقاعد جنرال جان الن ویلي چې، افغانان د دې انتخاب لپاره چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د طالبانو پر ځای د حکومت لوری ونیسي باید وپوهیږي، چې څومره امریکايي عسکر هلته پاتي کیږي.
متقاعد جنرال جان الن دا خبرې د (New American Security) په نوم د رپوټ له خپرېدو سره په یوه وخت کې کړې دي.
دا رپوټ جان الن او د جمهور رییس اوباما دوو لوړ رتبه سلاکارانو په ګډه لیکلی دی.
د جان الن په وینا، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کېدونکو عسکرو د شمېر اعلان به د طالبانو دا ادعا هم رد کړي چې؛ امریکاييان وزي. 
سرچینه: ازادی رادیو 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8wb0.rhb0fp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته