دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 66832
طالبان وايي چې د سره صلیب پر دفتر یې برید نه دی کړی
تاند- افغان طالبانو په جلال اباد ښار کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې پر دفتر د چهارشنبې د ورځې حمله رد کړه، ویې ویل:«طالبان پر هغو خلکو حمله نه کوي چې د خلکو ریښتینی خدمت کوي.»
د چهارشنبې په حمله کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو بې وسلې ساتونکی ووژل شو او د هغه د بهرني دفتر د رييس په شمول یو بل ګارد ژوبل شو.
که څه هم په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوال پوځیان باور لري چې د جلال اباد برید وسله والو طالبانو کړی خو د قاري یوسف احمدي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:«اسلامي امارات هیڅکله پر ملکیانو برید نه دی کړی او هغه کسان له حملې استثنا دي چې د خلکو ريښتینی خدمت کوي. موږ هیڅکله پر دوی حمله نه ده کړې.»
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcci4qe.2bqe18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته