دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 66847
په میدان وردګو ولایت کې د بو ه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدا راز ژوندي نیول شوي
 د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان هر یو عزت الله د محمد انور زوی چې دیادې ولسوالۍ د تنګی د کامران خیلو او قاری صفی الله د عبدالبصیر زوی چې د تنګی د حسن خیلو د سیمو اصلي اوسیدونکي دي او د وسله والو طالبانو د ملاتوکل ډلې پورې اړوند دي ژوندي نیول شوي،چې د لومړنیو پلټنو په ترڅ کې
پر یو شمیر جرمونو اعتراف هم کړی دی.
په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هیڅ ډول زیان ندی اوښتی .
همدا راز د دې ولایت په چک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د ډلې یو سرګروپ صفت الله چې مشهور په ترابي وو، د سړک ترغاړې د ماین اېښودلو پرمهال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی او دده دوه نور ملګرې ټپیان شول .
د یو بل خبر له مخې د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان شاولي چې د دې ولایت دجلریز ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی،په کابل ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی ونیول شو.
د یادونې وړده په تېرو څلرویشت ساعتونو کې امنیتي ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې یولس حلقې د وسایطو ضد ماینونه کشف او پرته له کوم زیانې اړونې لمنځه وړي دي.



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyvaq.t1aq526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته