کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د مهاجرت نړیوال سازمان له رئیس سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 جوزا 1392 ساعت 20:14


د مهاجرت نړیوال اداری رئیس ریچارد دانزیګر د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره په کابل کې په یوې کتنې کې وویل چې د نړیوال مهاجرت سازمان به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې ترسره شوه ښاغلی ریچارد دانزیګر په وخت سره د هېواد امنیتي ځواکونو له غبرګون څخه ستاینه وکړه او وې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه په بشپړه زړه ورتیا سره د مهاجرت نړیوال سازمان باندې شوی برید یې دفع کړ او په چټکۍ سره یې برید کوونکي ووژل.
ښاغلي دانزیګر همداراز وویل چې ۲۱ کاله کېږي چې د مهاجرت نړیوال سازمان په افغانستان کې خلکو ته بشردوستانه خدمتونه وړاندې کوي او هیڅ ډول سیاسي فعالیت نه لري. هغه د خپل د ادارې د کار له دوام څخه د افغانستان حکومت او خلکو ته ډاډ ورکړ.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلی احمدي په کلکه توګه د دې برید په غندلو سره وویل چې د افغانستان حکومت د دې دفتر د فعالیتونو له دوام څخه هرکلی کوي.
هغه همداراز وویل چې د افغانستان حکومت هڅه کوي چې شرایط برابر کړي ترڅو د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر په بشپړ مصونیت سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
ارشاد احمدی په کابل کې د نړیوال مهاجرت سازمان زخمي شوي کارکوونکو ته د ژر
روغتیا هیله کړه.


د مطلب کود: 66880

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/66880/د-بهرنیو-چارو-وزارت-سیاسي-مرستیال-مهاجرت-نړیوال-سازمان-له-رئیس-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com