دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 67052
صدیقي: پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره په همکارۍ کې د امنیت د خرابولو په لټه کې دي
د کورنیو چارو وزارت وايي د پاکستاني طالبانو د تحریک زرګونه غړي له افغان طالبانو سره په همکارۍ کې د دغه هېواد د امنیت د خرابولو په لټه کې دي.
د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي چې نن یې د ایساف او ناټو له ویاندویانو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې ویې ویل چې طالبان پلان لري څو د امنیتي مسوولیتونو د انتقال پروسې او راتلونکي انتخابات له خنډ سره مخ کړي.
ښاغلي صدیقي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ددغو مخالفینو په له منځه وړلو کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchivn-.23nqmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته