کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت په خوست کې یو پاکستانی انتحاري حمله کوونکی نیولی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جوزا 1392 ساعت 17:29


د ملي امنیت ریاست یو پاکستانی وګړی نیولی چې په خوست کې یې د انتحاري حملې د ترسره کولو نیت درلود.
د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر وایې دا کس د میرانشاه اوسیدونکی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې د میرانشاه په مچس مدرسې کې یې زده کړې کړي.
تر دې مخکي د کورنیو چارو وزارت ویلي وه چې زرګونه پاکستاني طالبان د افغاني طالبانو په همکارۍ د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د امنیت د ګډوډولو هڅه کوي.


د مطلب کود: 67222

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/67222/ملي-امنیت-په-خوست-کې-یو-پاکستانی-انتحاري-حمله-کوونکی-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com