دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 67497
قاسمیار: دا یو ښه فرصت دی چې ولسمشر کرزی په دوحه کې له طالب استازو وګوري
د افغانستان د سولې د عالي شورا مسوولین وايي؛ قطر ته د جمهور رییس حامد کرزي سفر یو ښه فرصت دی چې؛ په دوحه کې د طالبانو له استازیو سره هم لیدنه وشي.
د سولې د عالی شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار ازادي راډیو ته وویل؛ که څه هم د طالبانو له استازیو سره د لیدنې کوم پلان له مخکې نه دی موجود؛ خو دا یو ښه فرصت دی چې د سولې دعالي شورا رییس او د طالبانو استازي په دوحه کې سره وګوري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0yni.49n0o1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته