دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۳۵
د مطلب کود : 67544
نړېوال بانک د سالنګ تونل پرځای د یوې بدیلې لارې د جوړولو ژمنه کړې
نړېوال بانک له افغان حکومت سره د سالنګ تونل پرځای د یوې بدیلې لارې د جوړولو ژمنه کړې.
د فوایدعامې وزیر نجیب الله اوژن وايي چې د دې لارې رغونه دوه سوه ملیونه ډالره لګښټ غواړي. نوموړي آزادۍ راډیو ته وویل چې د سالنګ تونل نور نو د ترمیم وړ نه دی.
نجیب الله اوژن وايي؛ چې نړېوال بانک د فوایدعامې له وزارت سره د سالنګ تونل پرځای د یوې بدیلې لارې د جوړولو ژمنه کړې ده.
په داسې حال کې چې د پلازمېنې کابل او ولایاتو لویې لارې په ډېر بد حالت کې دي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې ښاغلي اوژن وویل چې د سالنګ او نورو لویو لارو د رغونې لپاره د حکومت او نورو اړوندو حکومتي ادارو مرسته غواړي:
(موږ د وزیرانو شورا راتلونکې غونډې ته په دې اړه یو ځانګړی وړاندیز لرو. هیله لرو چې د وزیرانو شورا به د دې کار لپاره مالي سرچینې برابرې کړي.

موږ له نړیوالو مرستندویانو سره هم په تماس کې یو. دا اوس نړیوال بانک ژمنه کړې ده چې د دوه سوه میلیونه ډالرو په لګښت به د سالنګ بدیله لاره راته جوړوي.)

د فوایدعامې وزیر همداراز وویل؛ چې که څه هم د سالنګ لاره نور نو د ترمیم وړ نه ده خو له دې سره سره د خلکو د ستونزو د حل لپاره دوی بیاهم کار پرې کوي:
(موږ همدا اوس په سالنګ کې موقت ترمیم په جدیت سره پیل کړی او د تونل اساسی ترمیم آیسف د دولس میلیونه ډالرو په لګښټ تر کار لاندې نیولی چې د برېښنا او تهویې سیسټم او په خپله سړک یې د دوی له خوا جوړېږي.
خو سالنګ د فوایدعامې وزارت له ادارې څخه په بشپړ ډول وتلی دی. موږ د حفظ او مراقبت له لارې سالنګ نورنو د تګ راتګ لپاره نشو برابرولای. لږترلږه پنځوس میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو څو سالنګ په سم ډول د استفادې وړ وګرځوو.)
د فوایدعامې وزیر وايي؛ چې د سالنګ تونل د فعالیت ټول سیسټمونه له مینځه تللي دي.
سالنګ تونل چې نژدې پنځوس کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی، د تېرو پنځه دېرشو کلونو په جګړو کې سخت زیانمن شو.
دا تونل د کورنیو جګړو او وروسته د طالبانو او د دوی د مخالفینو ترمینځ د جګړې لومړۍ کرښه هم پاتې شوې او څوځلې په بمونو الوزول شوی.
د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په مالي مرستو په افغانستان کې د لویو لارو په ګډون څوزره کیلومتره خام او پاخه سړکونه ورغول خو د هغو د ساتنې لپاره د یو منظم سیسټم د نشتوالي له وجې دا سړکونه د وخت په تېرېدو سره د له مینځه تلو په حال کې دي. 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس( آوا)
https://avapress.com/vdcdok09.yt05o6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته