کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بدخشان کې د یوه قزاقستاني په ګډون پنځه مشکوک ترورېستان نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 جوزا 1392 ساعت 9:57


د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د یوه قزاقستاني په ګډون پنځه مشکوک ترورېستان نیول شوي دي.
په بدخشان کې د ملي امنیت ریاست خبر ورکړ؛ چې له دغو کسانو سره یوه اندازه چاودیدونکي مواد او اسناد نیول هم نیول شوي دي.
د ملي امنیت د ریاست په وینا دغه مشکوک کسان د ازبکستان د اسلامي تحریک غړې دي او دوی په وروستیو کې له پاکستانه بدخشان ته راغلي وو.
د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې د دې کسانو د نیولو دقیق وخت نه دی یاد شوی، خو خبرپاڼه څرګندوي چې نیول شوي قزاقستاني په خپل جرم اعتراف کړی او دا یې منلې ده چې ده په بدخشان کې د ځان وژونکي برید نیت درلود.


د مطلب کود: 67758

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/67758/بدخشان-کې-د-یوه-قزاقستاني-په-ګډون-پنځه-مشکوک-ترورېستان-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com