دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 67758
بدخشان کې د یوه قزاقستاني په ګډون پنځه مشکوک ترورېستان نیول شوي
د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د یوه قزاقستاني په ګډون پنځه مشکوک ترورېستان نیول شوي دي.
په بدخشان کې د ملي امنیت ریاست خبر ورکړ؛ چې له دغو کسانو سره یوه اندازه چاودیدونکي مواد او اسناد نیول هم نیول شوي دي.
د ملي امنیت د ریاست په وینا دغه مشکوک کسان د ازبکستان د اسلامي تحریک غړې دي او دوی په وروستیو کې له پاکستانه بدخشان ته راغلي وو.
د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې د دې کسانو د نیولو دقیق وخت نه دی یاد شوی، خو خبرپاڼه څرګندوي چې نیول شوي قزاقستاني په خپل جرم اعتراف کړی او دا یې منلې ده چې ده په بدخشان کې د ځان وژونکي برید نیت درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa0ni.49n0m1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته