دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 67779
د هلمند په سنگین ولسوالۍ کې یوې چاودنې دوه کسان ووژل
د هلمند په سنگین ولسوالۍ کې نن سهار په یوې چاودنه کې دوه کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان دي.
په سنګین کې څو ورځې وړاندي هم د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه و شوه چې د چارواکو په وینا اولس ورځې یې دوام وکړ.
اخوا د هلمند چارواکي وایې، چې په مارجې ولسوالۍ کې یې عملیات کړي، د یوه قومندان او نادعلي ولسوالۍ ته د نومول شوي ولسوال په ګډون یې لس وسله وال طالبان وژلي دي.
د هلمند امنیه قومندان سمونوال عبدالنبي الهام آزادي راډيو ته وویل، چې په عملیاتو کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې په مارجې ولسوالۍ کې یې د ماین په چاودنه کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژلي. چارواکي دا ادعا ردوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdn509.yt0556bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته