دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۷
د مطلب کود : 67816
د افغانستان بریښنا شرکت د موبایل له لارې د بریښنا د پيسو د ورکولو یوه پروژه پيل کړه
د افغانستان بریښنا شرکت د لومړي ځل لپاره د موبایل ټيلیفونونو له لارې د بریښنا د پيسو د ورکولو یوه پروژه پيل کړه.
د دې شرکت رییس عبدالرازق صمدي نن په کابل کې د دې پروژې په اړه خبریالانو ته وویل، چې لومړی به دا پروژه په کابل کې تطبیق شي او ورپسې به په ټولو ولایتونو کې عملي شي.

ده وویل، چې د دې پروژې قرار داد یو کال مخکې د اتصالاتو له شرکت سره لاس لیک شوی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvcdv.w6deyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته