دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 68038
حامد کرزي په کویټه کې د نجونو محصلینو پر موټر چاودنه په کلکه وغندله
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه چادونه په کلکه وغندله چې نن په کویټه کې د بولان طبي پوهنتون د نجونو محصلینو په یوه بس کې وشوه.
د رسنیو د راپورونو پر اساس د نوموړي پوهنتون د محصلینو په مربوط بس کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودلو له امله یوولسو ښځینه محصلینو او استادانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۲۰ نورې ټپي شوې.
حامد کرزي دغه تروریستي عمل په ډېرو شدیدو الفاظو وغانده او زیاته یې کړه چې د انسانیت او اسلامیت خلاف دا ډول اعمال چې په افغانستان او پاکستان کې تر سره کیږي ددغو دواړو هېوادونو خلک تیارو او بدبختیو ته ورټیل وهي.
د هېواد جمهور رئیس وویل دا چاودنې د هغو کسانو لخوا تر سره کیږي چې د انسانیت دښمنانو ته خدمت کوي او سیمه د یوه ناورین خواته بیایي.
ده زیاته کړه، د افغانستان خلک د پاکستان له خلکو سره په دې درد کې ځان شریک بولي، ځکه په افغانستان کې هم هره ورځ ښځې، نارینه، نجونې او هلکان د تروریزم قرباني کیږي او د تعلیم او تحصیل مخه یې نیول کیږي.
د افغانستان جمهور رئیس یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د دې مصیبت د ټولو ابعادو په درک کولو سره په پوره اخلاص او صداقت د افغانستان سره په مشترکه توګه له تروریزم سره مقابله وکړي.
حامد کرزی د لوی خدای له درباره د شهیدانو لپاره د فردوس جنت، کورنیو ته یې د صبر او ټپیانو ته د عاجل صحت غوښتنه کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4xqe.2bq418j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته