کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پوهنتون ۸۰د استادان نن له ولسمشر سره پرستونزو ږغېږي

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 27 جوزا 1392 ساعت 10:04


تاند- د لوړو زده کړو وزیر وايي چې د کابل پوهنتون معترض استادان نن / دوشنبه/ له ولسمشر کرزي سره د خپلو غوښتنو او اعتراضونو په اړه خبرې کوي.
د لوړو زده کړو وزیر عبید الله عبید، چې د استادانو او محصلانو له سختو نیوکو سره مخامخ دی، پرون مشرانو جرګې ته احضار شوی و چې د محصلانو او استادانو د شکایتونو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي.
عبید د مشرانو جرګې غړیو ته په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه:«هماغه راز چې د افغانستان کورني او بهرني دښمنان نه غواړي چې په افغانستان کې امنیت راشي په پوهنتون کې هم نه غواړي چې چاپېریال امن وي.»

ده د کوم هیواد یا ډلې نوم وانخیست.
دا په داسي حال کې ده چې د کابل پوهنتون استادان د ټولو ستونزو پړه د لوړو زده کړو پر وزیر اچوي. دوی پر عبید تور پوري کوي چې نه یوازې یې د کانکور په ازموینه کې پراخو درغلیو ته لار اواره کړه بلکې د پوهنتون وروستۍ لانجې هم د ده د مداخلې په وجه دي.
ټاکل شوې ده چې نن شاوخوا اتیا استادان له ولسمشر کرزي سره خپل شکایتونه شریک کړي.
دوی غوښتنه لري چې د لوړو زده کړو قاونون دې تصویب شي، د پوهنتونونو خپلواکي دې خوندي شي، د پوهنتونونو په چارو کې دې نور کسان او هیوادونه لاسوهنه نه کوي او تر ټولو مهم دا چې د لوړو زده کړو وزیر دې لېرې شي.
په کابل پوهنتون کې له تېرو شلو ورځو راهیسي اعتراضونه او اعتصابونه روان دي او محصلان ټولګیو ته نه دي تللي.
د دوی اعتراضونه وروسته له دې پیل شول چې د پوهنتون یو شمېر هزاره محصلانو د ټولنیزو علومو د پوهنځي د ريیس او یوه استاد پرخلاف لوږتړ وکړ. د دوی د اعتصاب په اتمه ورځ د لوړو زده کړو وزارت او د ارګ استازو د پوهنځي د ريیس او استاد د لېري کولو پرېکړه اعلان کړه. دا پرېکړه په ټولو استادانو بده ولګېده او د هغوی غوسه یې وپاروله.
د مشرانو جرګې ځینو غړیو اندېښنه ښکاره کړه چې که د کابل پوهنتون د اعتراضونو لړۍ ونه درول شي او د پای ته رسېدو لپاره یې معقوله حل لاره ونه موندل شي دا ډول اعتراضونه به نورو ولایتونو او پوهنتونونو ته هم وغځېږي.
سناتورانو ټولې ستونزې د لوړو زده کړو د وزارت د کمزورتیا له کبله وبللې.


د مطلب کود: 68127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/68127/د-کابل-پوهنتون-۸۰د-استادان-نن-له-ولسمشر-سره-پرستونزو-ږغېږي

آوا
  https://www.avapress.com