دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 68688
ولسمشر کرزی ډېر ژر د سولې عالي شورا يو هيات قطر ته لېږي
ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې له ځينو استازو سره په کتنه کې ويلي، چې د سولې عالي شورا يو هيات به ډېر ژر قطر ته سفر وکړي.
د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو د کميسيون مشرې هيلۍ ارشاد وويل، ولسمشر کرزي ويلي دغه هيئت حتى کېدى شي نن قطر ته لاړ شي:
”ریيس صاحب جمهور موږ ته وويل چې؛ خپل يو هيات چې د سولې عالي شورا غړي هم په کې وي، يوځل قطر ته لېږم، په دې يوه کتنه کې به دوى دا وڅېړي هغو ژمنې چې يې راسره کړې وې عملي کېږي که نه؟“
مېرمن ارشاد وويل، ولسمشر کرزي څرګنده کړې که په دې سفر کې امريکا د سولې لپاره د افغان حکومت نظرياتو او شرايطو ته پام ونه کړي، د سولې عالي شورا به بيا قطر ته لاړ نه شي.
وروسته تر هغه چې د طالبانو دفتر ”د افغانستان د اسلامي امارت“ په نامه په قطر کې پرانيستل شو، ولسمشر کرزي اعلان کړه: تر هغو چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ ترسره نه شي، افغان حکومت به په کې برخه وانخلي. 
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdj909.yt0jj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته