دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 68738
د جاپان سفارت له کابل ښاروالۍ سره درې میلیونه ډالره مرسته کوي
په کابل کې د چاپان سفارت له کابل ښاروالي سره د څه باندې درې ملیونو ډالرو د مرستې موافقه وکړه.
د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش په خبري کنفرانس کې وویل چې؛ په دې مرستې به د کابل ښار په شپږمه، اوومه، یوولسمه او اولسمه ناحیو کې سړکونه او کوڅې پخې شي او پلچکونه به پرې جوړ شي.
نوموړي وویل چې، دا پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي.
https://avapress.com/vdcjoaem.uqeotz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته