کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزي لارښوونه وکړه چې د سالنګونو د بیا رغونې چارې دې ډیر ژر پیل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سرطان 1392 ساعت 16:35


د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اقتصاد، مالیې او فواید عامې له وزیرانو سره په کتنه کې هغوی ته لارښوونه وکړه چې ډیر ژر دې د سالنګونو د لویی لارې د بیا رغونې چارې پیل کړي.
په دغه کتنه کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شوه، حامدکرزي د سالنګونو د اساسي بیا رغونې په اړه د فواید عامې د وزیر د توضیحاتو له اوریدو وروسته لارښوونه وکړه چې د دغې پروژې د بشپړولو لپاره دې مالي سرچیني پیدا او ژر تر ژره دې د دغې لویې لارې د ترمیم کار په عملي ډول پیل شي.



د مطلب کود: 68879

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/68879/حامد-کرزي-لارښوونه-وکړه-چې-د-سالنګونو-بیا-رغونې-چارې-دې-ډیر-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com