دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 68895
کندهار: په خاکریز ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې نهه ملکيان مړه شوي
د کندهار د امنیې قوماندانی وایي چې؛ نن سهار د دې ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې نهه ملکي کسان مړه او درې ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د خاکریز او ژیړۍ ولسوالیو پر لار په یوه فیلانکوچ موټر شوې ده.
جنرال عبدالرازق همدا راز وایي چې؛ په مړیو کې اته ښځې او یو ماشوم شامل دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت حمله غندلې او دا یې د طالبانو کار بللی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkj09.yt0jn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته