دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۱۳
د مطلب کود : 68896
د کابل پوهنتون د یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو خبرداری
د کابل پوهنتون یو شمېر ښوونکي او زده کوونکي خبرداری ورکوي چې؛ که د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید له دندې لیرې نشي نو دوي به خپلو اعتراضونو او اعتصاب ته دوام ورکړي.
دغو ښوونکو او محصلینو چې نن په کابل کې سره راغونډ شوي وو، له ولسمشر نه وغوښتل چې د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید له دندې لیرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې؛ ولسمشر کرزي له دغو معترضو ښوونکو او زده کوونکو سره په کتنه کې د هغوي ټولې غوښتنې ومنلې خو د وزیر د لیرې کیدو په هکله یې څه ونه ویل.
دوي د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید په بې کفایتۍ تورنوي خو ښاغلی عبید ویلي؛ چې د دغو اعتراضونو تر شا د بهرنیو کړۍ لاس دی او په دې توګه ګډوډۍ رامنځ ته کوي.
https://avapress.com/vdcepv8p.jh8voi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته