دخپریدو نیټه :جمعه ۷ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 69107
فیفا: یواځې کورنۍ ستونزې راتلونکي انتخابات نشي ځنډولای
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مسئولین وايي، نړېوال مسايل او د سولې مذاکرې ممکن د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو پر ټاکلي وخت اغېز وکړي.
د دې بنسټ اجرایوي رئیس جانداد سپین غر د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، له دې سره چې په افغانستان کې امنیتي ستونزې موجودې دي، خو یوازې کورني مسایل باید د انتخاباتو د ځنډ پلمه ونه بلل شي.
په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو وار بیا له امنیتي ادارو غوښتي، چې د رايي ورکوونې د مرکزونو د امنیت په اړه دې خپل پلان ژر دوی ته وسپاري.
له دې سره چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو د کېدلو ډاډ ورکوي، خو په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ بیا اندېښنه ښيي، چې ممکن ځيني بهرني عوامل انتخابات وځنډوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرایوي رئیس جانداند سپین غر د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، د هېواد په یو شمېر سیمو کې امنیتي ستونزي د راتلوونکو انتخاباتو لپاره یوازنی خنډ نه دی، بلکې ممکن د افغانستان په اړه نړیوال سیاستونه او د سولي د خبرو پیل د انتخاباتو پر بهیر اغېز وکړي.

ښاغلی سپین غر وايي، د دغو انتخاباتو لپاره د افغان حکومت سیاسي ژمنتیا هم مهمه ده.

“پوره وخت او فرصتونه شته، یوازې اړتیا سیاسي ارادې ته، له فرصتونو باید ګټه واخیستل شي، نو یوازې امنیتي ستونزې لوی ګواښ نه دی، چې انتخابات دې وځنډوي.

د افغانستان په اړه سیاسي مسایل او د سولي موضوع به نه یوازي په ممکنه توګه د افغانستان د انتخاباتو د کولو پر وخت منفي اغېز وکړي، بلکې په ورته هیوادونو کې هم اغېز کولای سي، ممکن انتخابات وځنډوي، خو کورنۍ ستونزي باید د انتخاباتو د ځنډ سبب نه سي.”

افغان ولسمشر حامد کرزي تر دې مخکې ویلي، که وسله وال طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي، نو دوی کولای سي، چې د ولسمشرۍ په راتلوونکو انتخاباتو کې خپل کاندید اعلان کړي.

تیره اونۍ په قطر کی د طالبانو لپاره یو دفتر پرانیستل سو، پر دې دفتر د افغانستان د اسلامي امارت نوم ایښوول او پر هغه د طالبانو د سپین بیرغ پورته کول، هغه څه وه، چې افغان حکومت یې په اړه توند غبرګون وښود.
افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته په یوه لیک کې ددې دفتر د پرانیستلو هرکلی ویلی، خو دا یې هم ویلي، چې دغه دفتر باید د افغانانو د ملي یوالي او حاکمیت په بیه نه وي.
خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسئولین بیا ډاډ ورکوي، چې د ولسمشرۍ راتلوونکې انتخابات به پر ټاکلي وخت وکړي.
دوی وايي ۷۰ زرو کسانو همدا اوس د رايي ورکوني کارټونه اخیستي او تمه ده، چې په ولسوالیو او نورو سیمو کې هم دوهم پړاو نوم لیکنه د زمري په میاشت کې پيل سي.
ددې کمېسیون د دار الانشا رئیس ضیا الحق امرخیل ازادۍ راډیو ته وویل، د راتلوونکو انتخاباتو لپاره تر ټولو جدي ستونزه امنیتي ګواښونه دي، چې باید حکومت ډیر پام ورته وکړي:
“د انتخاباتو لپاره تر ټولو غټه ستونزه امنیتي خنډونه دي، له دې امله د ټاکلنو کمېسیون د رايي ورکوني د مرکزونو نوم لیست امنیتي ادارو ته وسپاری، چې په اړه یې امنیتي پلان جوړ کړي.

تیرو انتخاباتو ته په کتلو کوښښ کوو، چې هغه تیروتني بیا تکرار نه سي او امنیتي ادارې باید راتلوونکو انتخاباتو ته جدي تدابیر ونیسي.”

ښاغلی امرخیل وايي، نړیوالي ټولني ژمنه کړې، چې د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو لپاره به شا او خوا ۱۳۰ میلیونه ډالره دې کمېسیون ته ورکړي.

ټاکل سوې، د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو راتلوونکې انتخابات د راتلوونکې کال د وري میاشتي پر ۱۶ مه وسي.

د سیاسي چارو پوهان او خلک په دې باور دي، که افغان دولت سیاسي او امنیتي ستونزو ته حل لاري پیدا نه کړي، نو ضرور به پر دغو انتخاباتو منفي اغېز وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca06ni.49now1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته