کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روهرابکر: په افغانستان کې امریکايي وسلې دې هند او ازبکستان ته ورکړای شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 سرطان 1392 ساعت 18:19


تاند- د امریکا د کانګریس یوه جګپوړي غړي د اوباما له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې اضافي وسلې د ویجاړولو پر ځای د هند او ازبکستان په شان پر دوستو هیوادونو وپلوري.
په کانګریس کې د نیویارک استازي ډنا روهرابکر د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته په یوه استولي لیک کې ویلي چې د واشنګټن پوسټ هغه راپور حیرانه کړی چې امریکا له کارګرو سره قراداد کړی چې په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او تجهیزات ویجاړ کړي.

روهرابکر ویلي چې امریکا باید روغې وسلې ضایع نه کړي.

ده همداراز ویلي:«موږ په هند او ازبکستان کې متحدان او دوستان لرو چې امنیتي اندېښنې یې حقیقي دي او له دغو وسلو او تجهیزاتو ښه کار اخیستلی شي.»

د کانګریس دغه غړي همداراز ویلي چې هند او ازبکستان دې دا وسلې په بیه واخلي.

تر دې مخکې پاکستان له امریکا غوښتي و چې په افغانستان کې خپلې هغه وسلې، چې نه یې غواړي له ځان سره یوسي، دغه هیواد ته وسپاري.

خو روهرابکر، چې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیس دی، د پاکستان نوم نه دی اخیستی، هند او ازبکستان ته په اشارې یې ویلي چې دوی د امریکا دوستان دي:«موږ باید په سیمه کې د خپلو دوستانو خبرو ته غوږ ونیسو. دوی د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې په کلونو زموږ ملاتړ کړی. دا به سپکاوی وي چې موږ اوس دوی ته پام ونه کړو.»

ده د وسلو د ویجاړولو په اړه ویلي:« په دې ډول له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل خلکو ته داسي ذهنیت ورکوي چې زموږ سلوک غیرمسوولانه دی.»

راپورونه وايي چې د امریکا دفاع وزارت تراوسه پوري په افغانستان کې د شاوخوا دوه نیم سوه ملیون ډالرو په ارزښت د ماین ضد زغرګاډو په شمول نقلیه وسایط او نور پوځي وسایل له منځه وړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دغو وسایلو ارزښت تر اووه ملیارد ډالرو زیات ښودلی دی.

داسي ښکاري چې د افغانستان دفاع وزارت او نورو امنیتي ادارې نه دي توانېدلي چې افغانستان ته د دغو وسلو د سپارلو په باب امریکايی چارواکو ته سم دلایل وړاندې کړي.


د مطلب کود: 69111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69111/روهرابکر-په-افغانستان-کې-امریکايي-وسلې-دې-هند-او-ازبکستان-ته-ورکړای-شي

آوا
  https://www.avapress.com