کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1392 ساعت 11:21


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کنړ ،سرپل ، کندهار ، میدان وردک ، غزنی ، پکتیا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۴ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او ۱۵۰۰ کیلوګرامه نشه یی توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۴ کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان او زابل ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزه:
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ تنه د سړې وژنې او نشه یی توکې د خرڅولو په تړاوود کابل ښار د شپاړسمې او د بګرامې ولسوالې د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.


د مطلب کود: 69224

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69224/۱۱-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com