دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 69307
آرشیف
آرشیف
د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي په مشرۍ د هېواد د جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو مشورتي غونډې، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقه لیک په اړه د افغانستان پر دریځ باندې بحث وکړ.

په دغه غونډه کې چې د هېواد له جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره د مشورتي غونډو د لړۍ پر دوام نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقه لیک په اړه له هر اړخیز بحث وروسته، د امنیتي موافقه لیک په باب د مذاکراتو د بیا پیل کېدو لپاره د افغانستان پر شرایطو باندې بحث وشو.
په مشورتي غونډه کې ټینګار وشو چې د دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک په اړه د دواړو هېوادونو د څلورم پړاو خبرې اترې چې په قطرکې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو د څرنګوالي پر سر د افغانستان د دولت د اعتراض په نتیجه کې د روان کال د جوزا په ۲۹ نېټه په تعلیق کې راوستل شوې، کیداای شي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له پیل کېدو سره جوخت، بیا پیل
شي.
همدا راز ټینګار وشو چې دوه اړخیز امنیتي تړون باید سولې او ثبات ته د رسېدلو، د هوایي ځواک په شمول د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او سمبالتیا او د هېواد د اقتصادي ودې سبب شي.
په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د افغانستان پرخلاف د بهرني ګواښ په صورت کې، د امریکا د متحده ایالاتو دولت دې د دواړو هېوادونو د موافقې په اساس چې د ستراتیژیکو همکاریو د تړون د دریمې برخې په نهمه ماده کې یې یادونه شوې ده، عمل وکړي.
د ستراتیژیکو همکاریو د موافقه لیک د دریمې برخې په نهمه ماده کې راغلي دي:

" د دې په درک سره چې د افغانستان ثبات د جنوبي او مرکزي آسیا په پرمختګ او ثبات کې رول لري، متحده ایالات ټینګار کوي چې د افغانستان پرخلاف هر ډول بهرنی یرغل د خپلې ژورې اندیښنې وړ بولي. د داسې یوې پیښې د رامنځته کېدو په صورت کې، دواړه لوري باید ډیر ژر له یو بل سره په مشوره کې، د سیاسي، دیپلوماتیکو، اقتصادي او پوځي اقداماتو په شمول د دواړو لورو په موافقه او د هغوی د اساسي قوانینو د احکامو په چوکاټ کې مناسب ځواب طرحه او تطبیق کړي."
د هېواد د جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو غونډې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقه لیک د لاسلیک په اړه وروستۍ پریکړه د افغانستان د خلکو په ارادې پورې اړونده وبلله.




سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdccm1qe.2bqox8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته