دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 69513
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د جوزجان ، غزنی ، بادغیس او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۵ تنه ټپیان او ۶ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیددونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۵ تنه د سړې وژنې ، غلا کولو او سړې تښتونې په تړاوود کابل ښار د شپږمې ،اتمې پنځلسمې امنیتې حوزو او د چهارآسیاب ولسوالې د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfsb0.rhb98p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې