دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 69611
امریکا: طالبان په قطر کې د راپورته شوې شخړې له کبله امریکا سره خبرې نه پیلوي
یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي دي، طالبان په قطر کې د دوي د دفتر د نوم پر سر د راپورته شوې شخړې له کبله د امریکا له متحدو ایالتونو سره خبرې نه پیلوي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکې له خولې چې؛ نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، طالبانو د هغه وړاندیز ځواب نه دی ورکړی چې؛ د جون په درویشتمه نیټه یې ترې په دوحه کې د امریکايي ډیپلوماتونو سره د کتنې په اړه کړی و.
دې چارواکي خبرو ته د طالبانو د نه حاضریدو سبب د هغوی هغه غوښتنه بللې چې؛ ټینګار کوي، د دوی د قطر دفتر دې په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په نوم یاد شي.
کله چې؛ په لومړیو کې په دوحه کې دا دفتر پرانیستل شو نو دې نوم او پرې د طالبانو د امارت د بیرغ پورته کولو د افغان حکومت سخت عکس العمل راوپاروه او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په غوښتنه د قطر حکومت د طالبانو له دفتر څخه د امارت په نوم لوحه او بیرغ لرې کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6ini.49no61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته