کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګې د تړلو دروازو شا ته له زلمي رسول، سپنتا او معصوم ستانکزي سره غونډه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سرطان 1392 ساعت 15:50


ولسي جرګې، نن د تړلو دراوزو شا ته د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول؛ د ملي امنیت له سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د سولې د عالي شورا د دارالانشا له رییس معصوم ستانکزي سره د سولې د پروسې په اړه غونډه وکړه.
دصدای افغان آژانس(آوا)، غونډه د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رییس معصوم ستانکزي په وړاندیز سري شوه، چې ویل یې، د موضوع د حساسیت له امله د مطبوعاتو په مخ کې خبرې نه شي کولای.
د افغانستان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کېدو د څرنګوالي په غبرګون کې له امریکا سره پر امنیتي تړون خبرې ځنډولي دي.
جمهوري ریاست ویلي، تر هغو به پر امنیتي تړون له امریکا سره مذاکرات نه کیږي؛ تر څو چې په قطر کې طالبانو له افغان دولت سره مذاکراتو ته غاړه نه وي ایښي.


د مطلب کود: 69747

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69747/ولسي-جرګې-د-تړلو-دروازو-شا-ته-له-زلمي-رسول-سپنتا-او-معصوم-ستانکزي-سره-غونډه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com